کابل، د وري ۲۲مه، باختر
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، نن د اسلامي امارت له یوشمېر مسئولينو، علمای کرامو، قومي مشرانو، مجاهدینو او ځوانانو سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل او د اختر مبارکي یې وکړه.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي شوي چې په دې کتنه کې د قومونو ترمنځ پر یووالي او د اسلامي شریعت پر تطبیق ټینګار شوی دی.
د کتنې په پای کې، ولسونو یو ځل بیا له افغانستان اسلامي امارت څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
75 د یوې دقیقې څخه لږ