سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د آمو نفتي حوزې له اتو نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه

کابل، د ليندۍ ۷مه، باختر
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن په سرپل ولایت کې د آمو نفتي حوزې له اتو نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې؛ په همدې مناسبت جوړو شویو مراسم کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور او د سرپل ولایتي مسئولینو هم حاضر وو؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي دي: اسلامي امارت د ټولو ولایتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې او دا دې نن موږ په سرپل کې د یوې مهمې پروژې د پرانیستې شاهدان یوو چې لومړۍ ګټه به یې د همدغه ولایت اوسېدونکو ته ورسېږي.
د ملا برادر په خبره، د دې مهمې پروژې په پيل سره به په سرپل ولایت کې لوی مجهز روغتون، د خلکو له غوښتنې سره سم معیاري سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شي، چې زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر او د هېواد په اقتصادي وده او د عواید په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي.
هغه، له قراردادي شرکت څخه غوښتي چې د یادې پروژې کارونه د قرارداد مطابق په ښه ډول ترسره او د سرپل د اوسېدونکو اړتیاوو ته په کتو دې په دغه ولایت کې عام‌المنفعه پروژې بشپړې کړي.
د آمو نفتي حوزې د اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به د نفتو په استخراج کې په ورځني ډول ۸۰۰ متره مکعب زیاتوالی راشي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.
د یادونې وړ ده چې د آمو په نفتي حوزه کې اوسمهال۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارکوونکي په مستقیم ډول پر کار بوخت دي، چې د اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به یې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته