سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د رسنیو پر وړاندې بل ګام؛ اسلامي امارت هر څه د افغانانو د ګټې لپاره کوي

کابل، د وري ۲۹ مه، باختر

تبصره

موږ او تاسو ګورو، چې رسنۍ په نړیواله کچه څومره اغېزمنې دي او چې هر ډول وغواړي، ټولنه په هماغې لارې بیایي او که په دقیقه توګه فکر وشي، نو د افغانستان د اشغال پر مهال اشغالګرو تر ډېره هڅه کړې، چې له رسنیو څخه په استفادې افغانان په فکري توګه اشغال کړي ځینې افغانان یې د خپلو ارزښتونو پر وړاندې درولې وه او خپل کلتور یې له پامه وربد کړی و او که وکتل شي لا هم د هغه تېر فکري اشغال اثرات لیدل کیږي.

خو له هغې ورځې چې اسلامي امارت بیا ځلې پر هېواد واکمن شوی، نو د دغه خطرناک اشغال د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره یې د پام وړ هڅې کړي او په لومړي ګام کې یې بهرني مبتذل سریالونه او خپرونې چې محتوا یې زمونږ له کلتور او مذهب سره په ټکر کې وه، بندې کړې او دغه راز ورسره جوخت یې د موسیقۍ خپرول، چې د اسلام په مبارک دین کې ځای نه لري، ممنوع اعلان کړه.

تازه د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د دوه نورو رسنیو(بریا، نور) د خپرونو د ځنډولو اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دغو رسنیو د اسلامي امارت له لوري د وړاندې شویو رسنیزو اصولو خلاف خپرونې کولې او محکمه کې تر ارزونې وروسته به یې په اړه وروستۍ پرېکړه کیږي.

ځینو بهر مېشتو رسنوالو او رسنیو د اسلامي امارت دغې کړنې ته په منفي نظر کتنه کړې او ادعا یې کړې، چې ګواکې دا د بیان د ازادۍ د له منځه وړلو یوه هڅه ده.

خو دغو رسنیو او افرادو او اشخاصو ته باید وویل شي، چې افغانستان یو اسلامي او دودیز هېواد دی او دلته باید هر څه هغسې روان وي، چې د افغانانو دین او دود یې ایجابوي، ځکه پخوانیو تجربو ښودلې، چې چا هم د افغانانو د دین او مذهب خلاف عمل کړی، ښه پایله یې نه ده ورکړې.

بله خبره دا ده، چې د بیان ډېره ازادي هم ښه پایله نه لري او همدغه ازادي د دې لامل کیږي، چې دښمن ناسمه ګټه واخلي او د یو هېواد نظام، خلکو، دودونو او مذهبي ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي.

اسلامي امارت باید په دغې برخه کې لاډېرې هڅې وکړي او هر هغه څه ته، چې اسلام، افغانستان، افغانانو او نظام ته ښه پایله نه لري، اجازه ورنکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته