خبرونهټولنهTOP

د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د بېلابېلو کمېټو ورځنی کاري راپور

کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر

د تېرې ورځې په بهیر کې، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته راستانه شويو هېوادوالو ته په بېلابیلو برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول دی:

ننـــــــــګرهـــــــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

–       د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له خوا؛ د تورخم له لارې (۱۴۵) کورنۍ او د دغو کورنیو (۲۰۵) غړي ثبت او بایومټریک شوي دي.

–       د مالي چارو د تنظیم کمېټې له خوا؛ له (۵۴) کورنیو سره ۱۰/۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې چې په ټولیزه توګه ۵۴۰ زره افغانۍ کېږي.

–       د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له خوا؛ له تورخم څخه (۴۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۳) تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۴۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

–       د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټې له خوا؛ د تورخم په کمپونو کې (۳۵۰۰) ډوډۍ، ۱۳۰ زره لیټره پاکې اوبه، (۳۰۰) کمپلې، (۷۵) فرشونه، (۷۵) بستې خام غذایي توکي او (۴۵۰) بستې معدني اوبه او همدا رنګه، (۳۰۶) سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې؛ وېشل شوي دي.

–       د کار موندنې کمیټې له خوا؛ په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی یو تن لېسانس، ۱۰۷ غریبکار او ۷۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۸۲) تنه کېږي، ثبت شوي دي.

یادې کمېټې (۱۲۸) تنه ماشومانو ته د چاودېدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. همدارنګه یادې کمېټې له عمري کمپ څخه (۲۵) تنه ماشومان، په ولایتونو کې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړې دي.

کنـــــــــــــــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

 

–       د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له خوا؛ د سپین بولدک له لارې (۴۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۹۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

–       د مالي چارو د تنظیم کمېټې له خوا؛ له (۴۱) کورنیو سره ۱۰/۱۰زره افغانۍ مرسته شوې چې په ټولیزه توګه ۴۱۰ زره افغانۍ کېږي.

–       د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له خوا؛ له سپین بولدک څخه (۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۷)تنه و، قندهار، هرات، غزني او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټې له خوا؛ په سپین بولدک کې  راستنېدونکو هېوادوالو ته (۱۰۰۰) ډوډۍ او پاکې اوبه، خیمې او کمپلې، (۶۸۱) سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي او د (۴۴۲) کسانو درملنه شوې ده.

البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته ویشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټې له خوا؛ په سپین بولدک کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، دوه تنه حافظان، یو تن دیني عالم، (۵۶) تنه غریبکار او (۴۸) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۱۰) تنه کې، ثبت شوي دي.

یادې کمېټې (۵۹) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي. همدارنګه یادې کمېټې دوه تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي وو، پيدا او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

پکتیکا

آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

–       د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې له خوا؛ د آنګور اډې په کمپ کې څلور کورنۍ د مېشتېدنې په لنډمهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوې دي.

–       د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټې له خوا؛ په آنګور آډه او ښرنه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته (۱۱۲) ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې او د (۴۸) کسانو درملنه شوې او درېو تنو ته واکسین تطبیق شوي دي.

هرات

–       د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې له خوا؛ په هرات کې (۲۸) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ ( د پوهنتون کمپ) کې ځای پر ځای شوې دي.

نیمروز

د ورېښمو لار

–       د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له خوا؛ د ورېښمو له لارې (۳۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۸) تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي. او همدا راز (۱۵۹۸)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

–       د مالي چارو د تنظیم کمېټې له خوا؛ د ورېښمو په لار کې له (۶) کورنیو سره ۱۰/۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې په ټولیزه توګه ۶۰ زره افغانۍ کېږي.

–       د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې له خوا؛ په نیمروز کې (۲۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۶) تنه و، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پرځای شوې او یادو کورنیو ته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې او د «آی.اوام» موسسې له لوري ورسره نغدي او غیر نغدي مرستې شوې دي.

–       د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټې له خوا؛ د ورېښمو په لار کې  راستنېدونکو هېوادوالو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۳) سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

–       د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له خوا؛ د ورېښمو په لار کې (۱۲۸) راستنېدونکو هېوادوالو ته د هغوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

کابـــــــل

–       د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له خوا؛ له کابل څخه (۲۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۲) تنه و، کندز، بلخ، تخار او پکتیا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو  ټوله کرایه ۷۷ زره ۷۳۰ افغانۍ شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د ټولو کمېټو له خوا ۲۱۹ کورنۍ چې ۸۲۷ تنه کېږي ثبت شوې؛ ۹۳ کورنۍ  چې ۴۷۲ تنه کېږي؛ خپلو ټاټوبو ته لېږدول شوې؛ له ۱۰۱ کورنیو سره مرسته شوې؛ ۱۱۶ کورنۍ په لنډمهاله توګه مېشت شوې؛ د ۴۹۰ کسانو درملنه شوې او ۱۰۲۰ سیمکارتونه وېشل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته