خبرونهټولنهTOP

د راتلونکو ۳ ورځو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

کابل، د وري ۲۶مه، باختر 

د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې (وري) مياشتې له ۲۷ څخه ۲۹ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو) سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترینکوټ، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګو، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځایونو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په ذکر شویو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته