کابل /دکب ۸مه /باختر
د خوست شیخ زاید پوهنتون مسوولین سږ کال پلان لري چې د پوهنتون شاوخوا کې زرګونه زینتي او مېوه لرونکي نیالګي کېنوي.
د یاد پوهنتون د مسوولینو په وینا چې تر دې دمه یو شمېر بهر میشتو افغانانو او په هېواد د ننه شتمنو د دوی مالي ملاتړ کړی او هیله څرګندوي چې د هېواد ملي سوداګر او نور شتمن به د پوهنتون په سمسورتیا کې له دوی سره مالي همکاري وکړي.
په ورته مهال د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل شفیع ګل شفیقي وایي، که چیرې د پوهنتون شاوخوا پرتې غونډۍ سمسورې شي، نو نه یوازې چې د پوهنتون د محصلینو لپاره، بلکې د عامو خلکو لپاره به هم د تفریح یو مناسب ځای پیدا شي.
د شیخ زاید پوهنتون په شمال او شمال ختیځو برخو کې داسې وړې غونډۍ پرتې دي، چې د مساحت اندازه یې په تخمیني ډول ۳۰۰ جریبه ده، چې په هر جریب کې په اوسط ډول ۱۲۰ نیالګي کېنول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خوست ښاروالۍ په مالي ملاتړ د زرغون خوست میلې په نوم د نیالګیو کېنولو ستر اشر هم ترسره شو.
اکرم