خبرونهTOPټولنهروغتیا

د خوست ولايتي روغتون سره د ۳میلیونه افغانیو په ارزښت د ډیالیزو ماشینونو مرسته وشوه

 کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت د خوست له ولایتي روغتون سره د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ډیالیزو ماشینونو د مرستې خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د خوست ولایتي روغتون د پښتورګو د درملنې له مرکز سره د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ډیالیزو ماشینونو مرسته وشوه.

سرچینې زیاته کړې، چې یاد ماشینونه د عامې روغتیا وزارت په ځانګړې پاملرنې د خوست ولایتي روغتون د پښتورګو د درملنې مرکز ته د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پېرل شوي، چې په مرسته به یې د ناروغانو ستونزې تر ډېره حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه تر دې وړاندې ژمنه کړې وه، چې په مجهزو او عصري روغتیايي وسایلو د روغتیايي مرکزونو د سمبالولو په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته