خبرونهاقتصادټولنهTOP

د خوست له نړيوال هوايي ډګر څخه العين او کابل ته الوتنې پيل شوې

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خوست له نړيوال هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو العين او کابل هوايي ډګرونو ته د الوتنو د پيل خبر ورکړی دی.
ياد وزارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي دي، چې د آریانا افغان هوايي شرکت له خوست څخه العين ته الوتنې پيل کړې.
سرچينې زياته کړې ده، چې يادې الوتنې به اوونۍ کې دوه ځلې، د جمعې او دوشنبې په ورځو د خوست نړیوال هوايي ډګر څخه العين ته ترسره کېږي او په دې سره به په متحده عرب اماراتو کې مېشتو افغانانو او نورو مسافرو ته ډيرې اسانتياوې رامنځته شي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت همدارنګه ويلي چې له پلازمېنې کابل څخه خوست نړيوال هوايي ډګر ته لومړنۍ الوتنه هم نن تر سره شوه او له دې وروسته به د هرې جمعې او دوشنبې په ورځو له کابل څخه خوست همدارنګه د شنبې او سه شنبې په ورځو له خوست څخه کابل ته الوتنې ترسره کيږي.
سرچينې د لويې پکتيا اوسېدونکي او خوست ته تلونکو مسافرو ته له همدې امله مبارکي ويلې ده.
د يادونې وړ ده، چې په وروستیو کې يو شمېر نړيوالو هوايي شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې بيا پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته