کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د محصل د نړيوالې ورځې په مناسبت په فراه ولايت کې د کرنې د پوهنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودله شوه .
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري باختر آژانس ته وويل: د کرنې د پوهنځي د تدريسي ودانۍ د بنسټ ډبره د فراه ولايت د مرستيال او سرپرست محمد يونس رسولي له خوا ايښودل شوه .
د فراه د والي د وياند د څرګندونو له مخې: په دې ودانۍ کې ٢٧ درسي او اداري خونې په پام کې نيولې شوې دي او د ٨٥٧ مربع متره ځمکې په ساحه کې د يو خصوصي شرکت له خوا جوړيږي.
ټاکل شوې ده دغه ودانۍ د څلور ديرشو مليونو افغانيو په لګښت په اتلسو مياشتوکې جوړه شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ