کابل / د کب ۹ مه / باختر
دغه سړک ۲۰ متره سور او ۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې د خوست متون له موسی خېلو او قلندر ولسوالیوسره نښلوي.
د خوست ښاروال قاري بسم الله باخترآژانس ته وویل چې دغه سړک به په نړیوال معیارونو سره جوړ او پوخ شي.
ټاکل شوې ده د دغه ستر واټ په منځ کې د ګلانو ګلدانونه او په دواړو غاړو کې یې ترافیکي نښې ولګول شي.
د دغه سړک د جوړولو چارې به شپږ میاشتې دوام وکړي.
د متون اوسېدونکو د دغه سړک پر جوړولو خوښي څرګنده کړه.
ع