کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر
افغان ځواکونو د عملياتو په بهير کې د کندز د خان آباد ولسوالۍ زياتې سيمې د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکې کړې.
د ٢١٧پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې د دغې قول اردو د درستيزوال ډګروال عبدالاحد جاهد په مشرۍ د نويو ځواکونو په رارسېدو سره د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې له ځمکې او هوا چاڼيز عمليات پيل شول چې د خان آباد ولسوالۍ د بازار شاوخوا او پُل محب الله سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
هغه زياته کړه: په دغو عملياتو کې په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو جنګي قوماندان قاري محمد هاشم او په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دغې ډلې د سرې قطعې د قوماندان په ګډون ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نور یې ټپيان شول.
دغه عمليات د وسله والوطالبانو له شتون څخه د خان آباد ولسوالۍ د نورو سيمو تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.
ختم-ج-ا