ټولنه

د جلال آباد ښار په واټونوکې د ترافيکي اشارو د نصبولو د بهير دوام

کابل- باختر د غبرګولي د مياشتې ١٣مه
د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار په واټونوکې د ترافيکي اشارو د درولو بهير دوام لري .
دننګرهار ولايت  د ښاروالۍ او ترافيکو د مسوولينو په نويو اقداماتو کې په اتو ګڼ مېشتو واټونوکې ترافيکي اشارې درولې دي .
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل باختر آژانس ته وويل چې هلې ځلې کوي د ښار ټول واټونه په ترافيکي اشارې سمبال کړي.
ده له ټولو ښاريانوڅخه وغوښتل چې په ښارکې د ګڼه ګونو، د ترافيکي پېښو د مخنيوي او د نظم د رامنځته کولو لپاره ترافيکي اشارې ته پاملرنه وکړي.
تر اوسه پورې د جلال آباد ښار يوشمېر واټونه په ترافيکي اشارو سمبال شوي دي.
  ختم_ ج– اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته