ټولنه

دلوګر والي درسنيو دستونزو دحل لپاره ژمنه وکړه .

کابل باختر دثور ٢٨ مه :
دلوګر والي پرون وويل چې ددغه ولايت سيمه ئيزو رسنيو دستونزو دحل کولو او وړانديزونو ته دڅيړلو په مقصد عملي ګامونه اخستل کېږي .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دلوګر والي محمد انور خان اسحاق زي چې په دغه ولايت کې دمطبوعاتو دنړيوالې ورځې  دلمانځنې  په مناسبت خبرې کولې وويل ددغه ولايت دسيمه ئيزو رسنيو  دستونزو دحل کولو او وړانديزونو دڅيړلو په مقصد عملي ګامونه اخستل کېږي.
دلوګر والي دحقايقو  څرګندول اودرسنيو اساسي  مسووليتونه بيان کړل  او زياته يې کړه چې خبريالان  بايد هڅه وکړي چې دهېوادداوسنيو شرايطو سره  دخپلې  سپيڅلې دندې ملي او وګړني ارزښتونو سره سم خپله دنده ترسره کړي . او خپل رول دافغانانو ترمنځ دسولې دتامينولو، اتفاق او وحدت  په لاره کې ترسره کړي .
دغونډې په پاى کې  يوشمير خبريالانو ته دلوګر ولايت درهبري له خوا سوغاتونه او  ستاين ليکونه وويشل شول .
  ختم_ سعيده_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته