کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د ترکيې د بشري مرستو د بنسټ استازي د رئيس الوزرا له مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې د افغانستان يتيمو او بې سرپرستو ماشومانو ته يو معياري کمپلکس جوړوي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعام الله سمنګانی وايي چې په دې کتنه کې د ترکيې د بشري مرستو د بنسټ استازو، يتيمو ماشومانو ته د يو کمپلکس د جوړولو د ژمنې په ترڅ کې د ښوونې او روزنې، افغان محصلانو ته د تحصيلي بورسونو د برابرولو او په افغانستان کې د کرنيز سکتور د ودې په برخو کې د خپلو همکاريو د دوام خبر ورکړ.
د رئيس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د ترکیې د بشردوستانه مرستو بنسټ د همکاریو په ځانګړي ډول د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د فعالیتونو د دوام او د مرستو د رسولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د يادونې وړ ده چې د ترکيې د بشري مرستو بنسټ مخکې له دې څو ځلي افغانستان ته بشري مرستې لېږدولي او دولتي ادارو او اړمنو کورنيو ته يې رسولې دي.
/ج