امنیت

د وسله والو يرغلګرو په بريد کې د خوست پوليسو د يوه پخواني مقام وژل کېدل

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
د خوست پوليسو يو  پخوانى مقام د ناپېژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو.
ناپېژاندو يرغلګرو نن سهار د ګربز ولسوالۍ پر پخواني امنيه قوماندان قديرالله ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
هغه د هېواد د پارلمان د غړي کمال ناصر اصولي ورور و.
د خوست يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې پر دغه پخواني پوځي افسر په ګربز ولسوالۍ کې خپل کور ته د تلو په وخت کې بريد وشو.
تر اوسه پورې د دغه ترور مسووليت چا نه دى منلى.
د خوست پوليس وايي چې په دې باب يې څيړنې پيل کړې دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته