سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ترکمنستان سفیر: د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره ښه زمینه برابره شوې او د دې پروژې ژر پیل ته ژمن یو

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، نن په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس مراد امانوف سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د ارزښت، د ځمکو د استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکي ټیم د راتک او هرات کې د عملي چارو پیل لپاره د زمینه سازۍ په اړه هر اړخيزې خبرې شوې دي.
په کابل کې د ترکمنستان سفیر ويلي دي: د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او موږ د دې پروژې ژر پیل ته ژمن یو.
دغه راز کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، ياده پروژه نه یواځې د افغانستان، بلکه د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ويلي يې دي چې ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې تر شا ولاړ دي ‏او د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
د کتنې په پای کې، د کارونو د چټکتیا په موخه، د تخنیکي ټیمونو د ناستو پر دوام ټینګار شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته