کابل / د چنګاښ ٤مه / باختر
د تخار په چال ولسوالۍ کې یو پل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه پل په لسګونو کلي د ولسوالۍ له بازار سره نښلوي چې د کليو د اوسيدونکو او د بزګرانو د کرنيزو حاصلاتو په لېږد کې ګټور بلل کېږي.
د فوايد عامې وزارت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه پل د٧٢ مترو په اوږدوالي او ٥ مترو په سور د دولت له بودجې څخه جوړ شوى دى.
دغه وزارت وويل: د دغه پله په جوړېدو سره د بزګرانو د کرنيزو حاصلاتو په لېږد کې زياتې آسانتياوې رامنځته شوي دي.
ذ