خبرونهاقتصاد

د تخار د نمک آب د تحکیماتو پروژې کار بیا پیل شو

کابل / د سلواغې ۲۳مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت، په تخار کې د نمک آب د تحکیماتو پروژې د کار د بیا پیل خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه وزارت وکولای شو د نمک آب د سيند غاړې د تحکیماتو پروژې کار له شپږ میاشتنې ځنډ وروسته بېرته پیل کړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د سيند اوبه له مالګينو ډبرو سره له ټکر وروسته، تروې کېږي او د څښلو او کرنیزو ځمکو لپاره د استفادې وړ نه دي.
د يادونې وړ ده چې د دې پروژې په تطبيق سره به د سيند اوبه په خوندي ډول جريان پيدا کړي او د استفادې وړ به وګرځي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته