کابل / د لیندۍ ۲ مه / باختر
د بهرنیو چارو وزارت معین شیرمحمد عباس ستانکزي نیمروز ته سفر وکړ او هلته یې د کمال خان بند وکوت.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ستانکزي هېوادوالو ته د دغې سترې پروژې د چارو د چټکوالي او ساتني ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې نیمروز والي ملان نجیب الله رفیع وویل چې په پوره توان سره د یادې ملي پروژې ساتنه او ملاتړ کوي. په وینا یې دغه پروژه به په بریالیتوب او چټکۍ سره په نزدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ن/ر