کابل / د سلواغې ۲۱مه / باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان له ځانګړې استازې دیبورا لاينز سره په کتنه کې ویلي دي چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه د بیو د لوړوالي سبب شوي دي او باید لرې کړل شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان د بشري وضعیت، خصوصي او بانکي سکټور، پراختیايي پروژو او د کاري اسانتیاوو او فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.
لومړی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وویل: افغانستان یو وارداتي هېواد دی چې پرې لګېدلي بندیزونه د نرخونو د لوړوالي لامل شوي دي، باید لري کړل شي.
متقي زیاته کړه چې د پخوانۍ ادراې د برېښنا او ځینو انکشافي پروژو پورونه، نوي حکومت ته ورپاتې دي چې پر ورکولو یې باید کار وشي او پاتې پروژې هم بشپړې شي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان ځانګړې استازې وویل: له نړیوالې ټولنې څخه مو په بشري او پراختيايي برخو کې د شاوخوا ۸ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده، د آسیا پراختیايي او نړیوال بانک سره په خبرو بوخت یوو چې د افغانستان بانکي سیستم پر پښو ودرېږي او قراردادیانو ته د نیمه پاتې پروژو د بشپړولو لپاره پیسې ورکړل شي.
دیبورا لاينز د نوي حکومت له بېلابېلو ارګانونو سره پر ښو اړیکو او همغږیو خوښي وښوده او په کابل کې “د افغانستان اقتصاد” جوړ شوی کنفرانس یې ګټور وباله.
د کتنې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتو سازمان د بشري مرستو او له نوي حکومت سره یې د ښو اړیکو د ساتلو مننه وکړه او د افغانستان د بیا آبادۍ او اقتصادي حالت د پیاوړتیا لپاره د دوی هڅې رغېدونکې وبللې.
وهاج