کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲مه
په قندهار ولايت کې پر ۱۸۳ تنو معلولينو خوراکي توکي وويشل شول.
دغه مرستې په قندهار ولايت کې د «درملو اتحاديې» د رييس رحيم الدين له خوا برابرې شوې وې.
د قندهار ولايت د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ويلي دي چې پر هر معلول د درېيو مياشتو څرخ په اندازه خوراکي توکي وويشل شول.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ