سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه له قطري چارواکو سره د اسلامي امارت د پلاوي خبرې ګټورې وې

کابل، د غوايي ۱۱ مه، باختر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي او د قطري چارواکو ترمنځ د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې اترې په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې دي. د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د کابل، مزارشریف، کندهار او هرات په هوايي ډګرونو کې د معیاري خدمتونو پر پراختیا او همدارنګه د هوايي ترافیکو پر مدیریت متمرکزې وې. دغه وزارت زیاته کړه، له یو لړ مشورو وروسته به د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړي، څو د هغې په رڼا کې پرېکړه وشي. د یادولو وړ ده چې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو هیئت د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریتي پلان په اړه د خبرو په موخه دوحې ته تللی و. قطر له دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان د هوايي ډګرونو په اداره کولو کې له ترکیې سره همکاري کوي او له اسلامي امارت سره همغږي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته