سیاستخبرونهTOP

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي سره وکتل

کابل / د کب ۱۵ مه / باختر
د او آی سي مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي دكتور طارق علي بخيت په داسې حال کې چې په کابل کې د یاد سازمان د دفتر ریس هم ورسره و، کابل ته خپل راتګ ‎ په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ترسره شوي کنفرانس په ترڅ کې د شویو پریکړو د عملي کېدو تعقیب وباله او د افغانستان لپاره د وضع شوي وجهي صندوق د قانوني مراحلو د طی کېدو، پر بشري، انکشافي او پراختیايي مرستو، روان تعلیمي بهیر او مثبتو تحولاتو یې خبرې وکړې.
د او آی سي مرستیال وویل چې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه له افغانستان څخه ملاتړ کوي او د افغانانو اړتیاوې ورته لومړیتوب لري چې د رفعه کولو په موخه به یې په کابل کې مرکزي دفتر خلاص کړي چې په ښه ډول سره د افغانانو اړتیاوې درک او ورته رسېدګي وکړای شي.
په همدې حال کې متقي له دوی څخه مننه وکړه چې د افغانانو د لاسنیوي په موخه یې کابل ته سفر کړی او حالت یې له نږدې وکوت، دوی یې نېکبخته وبلل چې د یوه دین پاله، جهادپاله او د ۴ لسیزو جګړو ځپلي مظلوم ملت سره د همکارۍ ویاړ لري.
متقي وویل: د خوښۍ ځای دی چې د نوي حکومت په راتګ سره په هېواد کې راغلي امنیت زمینه مساعده کړه چې خیریه موسسې، مرستندویه نړیوال سازمانونه او بنسټونه په ښه ډول سره اړمنو هېوادوالو ته مرستې رسولای شي او هیڅ خنډ او خطر یې پر وړاندې وجود نلري.
دغه راز متقي د اسلامي همکاریو سازمان پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادولو لپاره هلې ځلې وکړي.
دکتور بخیت وویل چې دوی به په کابل کې خپل دفتر تقویه کړي چې ډیر او ښه کار وکړای شي او زیاته یې کړه چې دی به د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ته د افغانستان په اړه تفصیلي راپور وړاندې کړي چې پر مټ به یې راتلونکي تصمیمونه نیول کیږی او دی به وخت په وخت کابل ته راځي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته