سیاستخبرونه

د بهرنيو چارو وزير د سولې خبرو په برياليتوب کې د افغانستان او امريکا پر ګډو هڅو ټينګار وکړ

۲۶- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وکتل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د چارو ادارې رييس ډاکټر فضل محمود فضلي او په کابل کې د امريکا سفارت شارژدافير راس ويلسن هم حاضر وو، د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ د خبرو د دويمې دورې د پيل او د سولې په خاطر د امريکا او افغانستان د ګډو هلوځلو او خبرو د بهير د برياليتوب په اړه خبرې اترې وشوې.
د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې روان بحران ته د سوله یيز حل لارې د موندلو لپاره د افغانستان او د امريکا د ګډو هلوځلو قدرداني وکړه او د سولې بهير د برياليتوب په اړوند یې د سيمه یيزې او نړيوالې اجماع پر ارزښت ټينګار وکړ.
دغه راز زلمي خليلزاد هم د خبرو د دويمې دورې پر پيل خوښي څرګنده کړه او د افغانستان د سولې له بهير سره د امريکا د متحده ايالاتو د ژمنې او ملاتړ په خاطر یې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړ.
ختم- ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته