کابل باختر د مرغومي څوارلسمه :
دوه تنه ملکي وګړي نن دقندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې په سړک کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ټپيان شول.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې په يو تراکتور سپاره دوه تنه ملکي وګړي د پنجوايي ولسوالۍ دګرګان په ساحه کې په ښخ کړى شوي ماين وختل او دماين دچاودنې له امله دواړه ټپيان شول.
ده وويل چې دپيښې ټپيان دقندهار ولايت دميرويس روغتون ته ليږول شوي دي او ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ