خبرونهاقتصادټولنه

د بلخ په نوې رامنځته شوې چاهي ولسوالۍ کې یوشمېر پروژې پلي کېږي

کابل، د وري ۱۲ مه، باختر

د بلخ مرستیال والي د یاد ولایت په نوې رامنځته شوې چاهي ولسوالۍ کې د یوشمېر پروژو د پلي کولو خبر ورکړی دی.

د بلخ مرستیال والي حاجي مولوي نورالهادي ابوادریس د باخترآژانس خبریال ته ويلي، چې یادې ولسوالۍ سړکونه به په نږدې راتلوونکي کې په معیاري او اساسي توګه ورغول شي.

نوموړي زیاته کړه چې د یوشمېر کورنيو او بهرني موسسو په مالي ملاتړ یې تراوسه پورې د یادې ولسوالۍ د ۷ کلیو اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د دغې ولسوالۍ اداري ودانۍ به د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت په نږدې راتلوونکي کې جوړه  او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته