کابل / د چنګاښ ۱۲ / باختر
د بغلان د کرنې ، اوبولګولواو مالداری ریاست په دغه ولایت کې د سویابین، کنځلې او شړشم د ۷۰ نمایشي قطعې د جوړولوکارپیل کړ.
د بغلان د کرنې ریاست د خبري څانګې مسوول محمد ولي امرخیل باخترآژانس ته خبرورکړ چې د بغلان د کرنې ، اوبولګولو او مالداری ریاست په پلخمري، دهنه غوري، ده صلاح، اندراب، بورکې، پلحصار، خنجان ، جلګې، مرکزي بغلان او نهرین ولسوالۍ کې د سویابین ، کنځلې او شړشم ۷۰ نمایشي قطعې جوړې کړې.
هغه زیاته کړه : دغه ریاست د دغونمایشي قطعود جوړولوپه موخه په ۷۰ بزګرانود سویابین، کنځلې او شړشم تخمونه له یوې اندازې کیمیاوي سرې سره وېشلي دي.
هغه د دغو نمایشي قطعود جوړولوموخه د بزګرانو د کرکیلې وده او مالي پیاوړتیا وبلله او ويې ویل چې دغه نمایشي قطعې به د یوجریب ځمکې په ساحه کې جوړشي.
-ع