کابل، د چنګاښ٣١مه، باختر
بامیانو کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره به د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي پيدا کړي.
د باميانو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس مولوي خادم د باختر آژانس خبريال ته وويل، د دې شبکې د جوړېدو لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يو ميليون ٥٦٠ زره افغانۍ ورکوي.
هغه زیاته کړه، د دې شبکې په جوړېدو سره به د لومړي ځل لپاره ١٧٠ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي پيدا کړي.
د باميانو د والي مرستيال مولوي محمد خان غازي د دې شبکې د جوړېدو د پرانېستې په مراسمو کې وويل، دوى هڅې کوي د مرستندويه موسسو د مرستو په جلبولو سره په باميانو کې دغه شان نورې پراختيايي پروژې پلې کړي.
د کليو اوسېدونکي د اوبو رسولو د دې شبکې د جوړېدو هرکلى کوي او وايي، چې له څو کلونو را په دې خوا د ناپاکو اوبو د استفادي له امله په ډول ډول ناروغيو اخته کېدل.
\ ذ