خبرونهټولنه

د بامیانو سیغان ولسوالۍ بازار کې پاکو اوبو ته د لاسرسي امکانات برابر شوي

کابل، د لېندۍ ۲۷ مه، باختر

د بامیانو د کلیو او پراختیا ریاست مسولین د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ په بازار کې د پاکو اوبو د رسولو د شبکې له جوړېدو خبر ورکوي.

د یاد ریاست مشر ملاضیا الله خادم باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژه په سیمه کې یوه مهمه اړتیا وه او د ۴۰ میلیونه، ۸۹ زره او ۶۰۲ افغانیو په لګښت د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري رغول شوې دي.

نوموړي ويلي چې دغې پروژې څخه یو ښوونځی، ۲۵۰ هټۍ، ۱۰ دولتي ادارې او یو کلینیک ګټه اخلي.

د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي، چې د پروژې د پرانستې په مراسمو کې یې خبرې کولې له خلکو غوښتي، چې د دغې پروژې ساتنې ته پام وکړي.

د سیمې اوسېدونکو او له پروژې څخه ګټه اخیستونکو د دغې پروژې له امله خوښي ښودلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته