خبرونهاقتصادټولنه

د بامیانو د احصائیې او معلوماتو ریاست څه باندې لس میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د سلواغې ۲۳ مه، باختر

د بامیانو د احصائیې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې یاد ریاست د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې څه باندې لس میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د بامیانو د احصائیې او معلوماتو ریاست مطبوعاتي مسوول محمد محسن ظفري د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاد ریاست د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې نارینه و ته ۷ زره ۳۷۹ ټوکه او ښځو ته ۶۹۹۷ ټوکه نوې کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.

نوموړی زياتوي، چې د يادو خدمتونو عوايد د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش څخه ۷ ميليونه ۵۸ زره ۲۰۰ افغانۍ او د کاغذي پېژندپاڼو له وېش څخه ۳ ميليونه ۱۸۶ زره ۸۰۰ افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي، چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې دغه اندازه ۱۰ میلیونه ۲۴۵ زره افغانۍ راټولې شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته