سیاستخبرونهفرهنګTOPټولنه

د باختر د اطلاعتي آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل د اسلامي همکاریو سازمان د خبري آژانسونو د اتحادیې په ناسته کې ګډون کړی

کابل، د لېندۍ ۶ مه، باختر

ياده ناسته، چې د ( کرکې او تشدد په خپرولو کې د رسنیو رول) تر عنوان لاندې د سعودی عربستان په جدې ښار کې جوړه شوې وه، موضوع یې د فلسطين په قضیه او هلته د روان ظلم په اړه د رسنیو نا انصافه چلند ته ځانکړې شوې وه.

په غونډه کې د ٥٧ اسلامي هېوادونو او د نړۍ د مهمو خبري آژانسونو د مسؤلینو تر څنګ د رابطة العالم الاسلامي مشر او د فلسطين د رسنیو وزیر هم ګډون کړی وو.

په غونډه کې د فلسطين د موضوع ترڅنګ د اسلامي مقدساتو سپکاوي او د مسلمانانو په مقابل کې په رسنیو کې د نشرېدونکو نفرتونو په تړاو او د هغوی د مخنيوي په لارو چارو خبرې شوي.

ناسته کې د فلسطين د کړکېچ په اړه ویل شوي، چې هلته د نړۍ د تاريخ تر ټولو سخت وحشت او بربریت روان دی.

ګډونوالو ځينې رسنۍ د اسرائيلو دغه وحشت او د عامو خلکو کورونو او شفاخانو بمبارولو ته پر توجه لټولو پړې بللي او غوښتنه یې کړې ده، چې په دغې برخه کې حقایقو ته انعکاس ورکړي.

ناسته کې ټینګار شوی، چې فلسطينيان د فلسطين د اصلي ځمکو مالکان دي او باید له پامه وه نه غورځول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته