خبرونهنړۍ

د ایران او اسرایلو کړکېچ؛ تهران د غوڅ ځواب خبرداری ورکړی

نړۍ، د غوايي لومړۍ نېټه، باختر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان د اسرایلو د جمعې د شپې برید په ځواب کې ویلي، چې که اسرایل بیا ځلې د دوی ملي ګټو ته ګواښ پېښ کړي او یا هم په داسې یو برید لاس پورې کړي، چې په مستقیم ډول ایران ګواښي، نو تهران به غوڅ دریځ وښي او اسرایلو ته به سخت ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي، چې اسرایلو د ایران پر اصفهان برید کې له ډرون الوتکو نه؛ بلکې د ایراني ماشومانو د لوبو له سامان څخه کار اخیستی، چې له ناکامۍ سره مخ شوي.

ورته وخت کې سي اېن اېن هم راپور ورکړی، چې دغه برید کې هغومره زیان نه دی اوښتی، څومره چې اسرایل یې ادعا کوي.

دغه راز ځینو رسنیو بیا خبر ورکړی، چې د اسرایلو له لوري ویشتل شوي توکي ایران ته نه؛ بلکې د عراق په خاوره کې شنډ او راغورځېدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته