خبرونهاقتصادTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د بخش آباد بند پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

کابل، د وري ۲۸مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د بخش آباد بند د قراردادي شرکت له مسئولینو سره د همغږي په ناسته کې د یاد بند د انحرافي تونلونو پروژې د پرمختګ وضعیت وارزول او د چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د وزارت او د قراردادي شرکت مسئولینو د یادې پروژې د چارو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي او یادونه یې کړې چې د تونلونو د کیندنې او پاک کارۍ چارې بشپړې شوې او کانګرېټ اچولو ته چمتو دي. 

په ناسته کې همدارنګه د چارو د چټکتیا او د تونلونو د کانګرېټ اچولو چارو د پیل په موخه د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو په اړه اړینې پرېکړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د فراه ولایت د بخش آباد بند ۸۱ متره لوړوالی لري او د کارپوهانو په باور؛ که د دغه بند کار بشپړ شي؛ نو د ۱۳۶۰ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري. دغه راز یاد بند به وکولای لسګونه زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته