کابل / دوري ٢مه /باختر
د اميد پنجشير د فوټبال ټيم د يورش بګرامي پرټيم په بريالي کېدو سره د کابل د فوټبال د حذفي جام د سياليو اتل شو.
دواړو ټيمونو په پايلوبه کې يرغليزه لوبه وکړه خو په پاى کې د اميد پنجشير ټيم د دريو په وړاندې په څلورو سره بريالى شو.
دغه سيالۍ د سوپرليک، غوره ليک او د کابل د الف ټيم د ٢١ ټيمونوپه ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې ترسره شوې .
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د دغو سياليو د ترسره کولو هدف د ځوانانوترمنځ د ورزش وده او انتخابي ټيمونوته د غوره څېرو ټاکنه وبلله .
ختم- ج-ا