کابل، د لړم ۲۷مه، باختر
د افغانستان د اقتصادي وضعيت خرابوالي په اړه د امریکا د سولې انسټيټيوټ له خوا نشر شوي راپور بې بنیاده او مغرضانه بولو په اقتصادي برخه کې مهمې لاسته راوړنې او د پام وړ پرمختگونه شوي.
سترو اقتصادي شاخصونو، چلند او اجراآتو ته په کتو د انفلاسیون د کچې راټيټېدل، د افغانیو د ارزښت ثبات، د ملي عوايدو او د صادراتو د کچې زیاتوالی له بهرنیو مرستو پرته له خپلو داخلي عوایدو څخه عادي بودجې لګښتونه او پراختیایی پروژو تمویل د افغانستان د رښتیني پرمختګ او اقتصادي خوځښت څرګندونه کوي.