کابل، غبرګولي۱۲مه، کابل
د افغان تيلي کام شرکت د ١٥ پيشنهادي پروژو د تائيدولو او د نوري فايبر شبکې د ظرفيت لوړولو په موخه د چارو ادارې د کنفرانسونو په تالار کې غونډه جوړه شوه.
د چارو ادارې لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ؛ دغه غونډه چې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د لوى رييس مولوي احمدجان احمدي په مشرۍ جوړه شوې وه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ، ماليې، اقتصاد او د صنعت او سودا ګرۍ د وزارتونو او د افغان تيلي کام او سلام مخابراتي شرکتونو استازو پکې ګډون کړى و.
په دې غونډه کې د چارو ادارې لوى رييس د ښو او باکيفيته خدمتونو په وړاندې کولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې خلکو ته د ښو او باکيفيته خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد لازمه ده چې د افغان تيلي کام د مخابراتي شرکت پيشنهادونه وڅېړل شي او موجودو مالي امکاناتو ته په پاملرنې سره د دې شبکې د ظرفيت لوړولو لپاره اقدام وشي.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې؛ په دې غونډه کې د افغان تيلي کام مخابراتي شبکې مسوولينو د نوري فايبرشبکې د ظرفيت لوړولو په موخه د ١٥ پروژو د بيانولو او د سلام مخابراتي شبکې د ستونزو د بيانولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې اوس دوه بهرني شرکتونه چمتو دي چې د دې شبکې د ظرفيت لوړولو لپاره لازم امکانات په مناسبه بيه برابر کړي.
په پاى کې د غونډې برخه والو د پيشنهادي پروژو په تائيدولو سربېره پريکړه وکړه چې د دغه شرکت مسوولين دې د پروژو استعجاليت په پام کې نيولو سره مهم موارد د خدمتونو وړاندې کولو له شرکتونو سره شريک کړي او بشپړ رپوټ دې د چارو ادارې رياست ته ولېږي.
\ ج