خبرونهاقتصاد

د ازبکستان د وارداتي برېښنا کچه لوړه شوه

٤٦- کابل/ د مرغومي٢٢مه / باختر
ازبکستان افغانستان ته د وارداتي برېښنا د لېږدولو کچه له ٣٠٠ څخه ٤٠٠ ميګاواټو ته لوړه کړه.
د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي؛ ازبکستان افغانستان ته د وارداتي برېښنا په لېږدولو کې د دغه هېواد د برېښنا په ٥ دستګاو کې د فني ستونز له امله کمښت راوستى و.
اوس د برېښنا په دې کچې سره به په کابل او نورو ولايتونو کې تر يوې اندازې د برېښنا ستونزه لرې شي .
دغه راز د برېښنا شرکت مشرتابه هيئت د برېښنا د بهيرد عادي کولو او د برېښنا له لېږدونکو هېوادونو سره د يادې ستونزې په لرې کولو کې هلې ځلې دوام لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته