خبرونهټولنه

د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د تېز باد او دوړو اټکل شوی دی

 کابل، غبرګولي۴مه، باختر

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د تېز باد او دوړو اټکل کړی دی.

د یادې ادارې د اټکل له مخې نن او سبا په کندز، مزار شریف، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، قندهار، سمنگان، سرپل، جوزجان، غور، دایکندی، اروزکان، غزنی، پکتیا، پکتیکا، بغلان، بامیان، پروان، تخار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، میدان وردک، لوګر، خوست او زابل کې د تیز باد او دوړو د پیښیدو امکان شته چې د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې (۳۰ نه تر ۱۰۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل شوې ده.

د یاد شویو ولایتونو اوسېدونکي دې د باد او دوړو له کبله د پېښېدونکو احتمالي پېښو په وړاندې چمتوالی ونیسي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته