سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان په اړه د قزاقستان او اذربایجان پرېکړه د درې واړو هېوادونو په ګټه پرېکړه ده

کابل, د مرغومې ۱۰ مه, باختر
تبصره
دا داسلامي امارت د چارواکو سیاسي هوښیاري ښيي، چې څنګه توانېدلي دي، ځینې هېوادونو ته قناعت ورکړي، تر څو د افغانستان له اسلامي امارت سره اړیکې سمې او بېرته پیل کړي.
په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې دغه لړۍ په مزه مزه روانه ده او تازه د قزاقستان او اذربایجان هېوادونو پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره اړیکې برابرې او تودې کړي.
د قزاقستان سترې محکمې پرېکړه کړې، چې پر اسلامي امارت د دغه هېواد له لوري لګول شوي بندیزونه لرې او له کابل سره ډیپلوماتیکې، سیاسي، اقتصادي او نورې اړیکې له سره کړي او دغه راز د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر هم تازه په باکو کې خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې غواړي په نوي ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې کابل ته خپل سفیر راولېږي او دلته خپلې سفارتي چارې له سره پیل کړي.
باید ووایم، چې د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان له استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا، ستراتیژیک موقعیت او په نږدې راتلونکي کې د یو اقتصادي هېواد له جوړېدو سترګې نه شي پټولی او غواړي، چې له کابل سره یې اړیکې ښې وي او بختور به هغه هېواد وي، چې دغه اړیکې څومره ژر جوړولی شي، چې قزاقستان او اذربایجان دغه ګام پورته کړ او دوی پوهېږي، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره له اړیکو پرته یې چارې ممکن نیمګړې وي.
تر دوی مخکې ځینې نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، ایران او ځینو نورو هم افغانستان سره خپلې اړیکې مهمې بللي او پیل کړې یې دي، چې دا مهال ورسره سیاسي راشه درشه، اقتصادي راکړه ورکړه او نورو برخو کې همکارۍ ښې ګرمې روانې دي او اټکل دا دی، چې نږدې راتلونکي کې به ځینې نور هېوادونه هم د قزاقستان، اذربایجان او نورو هغو هېوادونو لاره ونیسي، چې له کابل سره یې خپلې اړیکې پیل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته