سیاستخبرونهامنیتTOP

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیرې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ستاینه وکړه

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیرې رافایلا یودیچه سره وکتل.
نوموړې په دغه کتنه کې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ستاینه وکړه او همدارنګه یې د افغانستان په اړه د ښکېلو هېوادونو ترمنځ راتلونکې مياشت دوحه کې د جوړيدونکې ناستې په اړه هم خبرې وکړې.
یودیچه همدارنګه د اروپايي ټولنې په استازيتوب د هرات له زلزله ځپلو او هېواد ته راستنېدونکو افغانانو سره د همکارۍ په ګډون د نورو بشري مرستو يادونه هم وکړه.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې سفیرې ته د ښه راغلاست تر څنګ، له افغانانو څخه د هغې ملاتړ او د افغانستان په اړه د نوموړې د مثبتو هڅو قدرداني وکړه.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې افغانستان له څو لسيزو بې ثباتۍ او ناخوالو وروسته په چټکۍ سره د سیاسي او اقتصادي ثبات په لور ګامونه پورته کوي او له ډېرې مودې وروسته افغانان د فزیکي او رواني امنیت احساس کوي.
حقاني همدارنګه له نړۍ سره د تعامل په اړه وویل چې افغان حکومت باید په نړیوالو مهمو بنسټونو کې خپل غړیتوب تر لاسه کړي، په وینا یې په دې توګه به افغانان هلته خپل واقعي استازی ولري او د مسایلو حل به هم آسانه شوی وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته