ورزش

د افغانستان له نولس کلنۍ څخه ښکته د کرکټ ملي ټیم د زیمبابوې ټیم ته ماتې ورکړه

کابل / د سلواغی / ۳ / باختر
د افغانستان له ۱۹ کلنۍ څخه ښکته د کرکټ ملي ټیم په زیات توپیرسره د زیمبابوې ټیم ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه پرون د نړیوال جام په چوکاټ کې ترسره شوه.
د افغانستان له نولس کلنۍ څخه ښکته د کرکټ ملي ټیم په دې لوبه کې وکولای شول په ۱۰۹ منډو سره خپل سیال ته ماتې ورکړي.
د افغانستان د کرکټ بورد یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې د ملي پوشانوټيم د زیمبابوې پرټیم په بریا سره د نړیوال جام وروستۍ پړاوته د پرمختک لپاره خپله لاره آواره کړه.
د افغانستان له نولس کلنۍ څخه ښکته د کرکټ ملي ټیم تراوسه په نړیوال جام کې دوه بریا او یوه ماته خوړې ده.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته