کابل، د غويي لومړۍ، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د هېواد شمال ولایتونو ته د خپل سفر په بهیر کې؛ د جوزجان له والي قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.
باختر آژانس ته د خوړو او درملو ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د درملو، خوراکي توکو او طبي وسایلو د کیفیت او خوندیتوب او همدارنګه په جوزجان کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت د کړنو په اړه چې نوی یې فعالیت پيل کړی؛ خبرې شوې دي.
د جوزجان والي په یاد ولایت کې د خوړو او درملو له آمریت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې په یاد ولایت کې تر ډېره بریده د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو مخنیوی شوی دی.
تر دې وړاندې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، د فاریاب د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت له کارکوونکو سره په لیدنه کې، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی و.