کابل/ د سلواغې ٢٥ مه / باختر
د ملګرو ملتو سازمان يوځل بيا د افغانستان د کنګل شويو پيسو د آزادولو غوښتنه وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي مرستيال د دغه سازمان په نامه يو ځل بيا د افغانستان د کنګل شويو پيسو د ازادولو غوښتنه وکړه.
مارتين ګريفيتسن نن په يوه تويټ کې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له خلکو سره د مرستې او په هېواد کې د بشري بحران اقتصادي نظام د له منځه تلو د مخنيوي په خاطر د افغانستان د اسعاري زيرمې له ازادولو ډاډ ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا جمهور رييس جوبايډن په يو جنجالي اجرايي فرمان کې د سپتمبر د١١مې قربانيانو ته د غرامت ورکولو او د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره مرستندويو سازمانونو ته د کنګل شویو پیسو ورکولو په پلمه د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو اووه ميلياردو ډالرو د مصادرې لارښوونه کړې ده.
د امريکا د جمهور رييس دغه فرمان د افغانانو او نورو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې اعلام کړى چې د نهو اعشاريه پنځه ميلياردو ډالرو له جملې څخه چې امريکا کنګل کړي دي دوه ميليارده ډالره يې د پانګه والو پيسې دي چې له مرکزي بانک سره امانت وې.
دغه راز خصوصي بانکونو ويلي دي چې د شتمنيو يوه برخه د خلکو پيسې دي چې په مرکزي بانک کې زېرمه شوې وې.
په مرکزي بانک کې د پيسو نشتوالى د دې سبب شوى چې خصوصي بانکونه ونه شي کړاى د خلکو پيسې چې په بانکونو کې دي هغوی ته ورکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د بايډن په تصميم کې د نوي نظر غوښتنه کړې ده او له اسلامي امارت څخه يې غوښتي دي چې دغه مسئله تعقيب کړي.
له بله پلوه د اسلامي هېوادونو د کنفرانس سازمان يوه خبرځاى ويلي دي چې ياد سازمان د افغانستان د شتمنيو د مصادرې جنجالي مسئله څېړي.
د اسلامي هېوادونو کنفرانس کې د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله وروستۍ غونډه کې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو د آزادولو لپاره د مرستې ژمنې کړې وې.
\ ذ