سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک سرپرست، په راکړو ورکړو کې د برېښنایی پیسو رول مهم وباله

کابل، د کب ۹مه، باختر

د افغانستان بانک او د «ام.ټي.ان» شرکت د مسؤلینو ترمنځ، د برېښنايي معاملاتو په برخه کې د همکارۍ او آسانتیاوو برابرولو په موخه ناسته ترسره شوه.

باختر آژانس ته د افغانستان بانک د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري ویلي چې د افغانستان بانک په معاملاتو کې د نغدو پیسو د کارونې کچې د راکمولو او د برېښنايي معاملاتو د ترویج په برخه کې هر ډول هڅو او نوښتونو ته د قدر په سترګه ګوري او ژمن دی چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې په هېواد کې د بانکي او غیربانکي مالي مؤسساتو له فعالیتونو څخه ملاتړ وکړي. 

بدري همدارنګه په راکړو ورکړو کې د برېښنایی پیسو رول مهم بللی او په یاد سکتور کې یې د «ام.ټي.ان» شرکت د نویو مسئولینو لخوا د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د هغوی د ژمنو هرکلی کړی او هغوی ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی. 

د یاد شرکت مسئولینو هم ویلي چې غواړي په افغانستان کې د برېښنايي پيسو په برخه کې د خپل فعالیت لمنه نوره هم پراخه کړي او د معیاري خدمتونو لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه نویو سیستمونو ته پراختیا ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته