خبرونهامنیتTOP

د اسلامي امارت ځواکونو په کابل کې ۷۰۰ بوتله الکولي مشروبات ترلاسه کړل

 کابل/ د کب ١٥ مه / باختر

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په کابل کې د الکولي مشروباتو يوه ډيپو کشف او ضبط کړه.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له  نشه يي توکوسره د مبارزې معینیت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست د کشف او استخباراتو عمومي ریاست موظفینو د یو لړعملیاتو په بهير کې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې له مربوطاتو د الکولي مشروباتو یوه لویه ډیپو کشف او ضبط کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي له په يادې  ډيپو ٧٠٠ بوتله  ډول ډول الکولي مشروبات ترلاسه شوي؛ خو تړاو یې څوک نه دي نيول شوي.

دغه راز د ياد معينيت منسوبانو په  دوو جلا جلا عملياتو کې (١٧٧٥) تابليت (k) د کابل ښار د١١مې ناحيې له مربوطاتو څخه کشف او ضط کړل او په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته