امنیت

په غزني کې د ٨٠ تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باختر د کب  اتلسمه نيټه
اتيا تنه وسله وال طالبان د تېرو دوو اوونيو په بهيرکې په غزني ولايت کې وژل شوي دي.
  د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن د باختر اژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو د ډلې د يوولسو تنو قوماندانانو او سرګروپانو او د پنځو تنو پاکستاني طالبانو په ګډون ٨٠ تنه وسله وال طالبان ددغه ولايت د مرکز او د قره باغ ، اندړو، ده يک، ګيلان او د رشيدانو د ولسواليو په مربوطاتوکې د ايتلاف د هوايي قواوو په ملاتړ د امنيتي او دفاعي  ځواکونو  په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کوماندو ځواکونو د ايتلاف د هوايي قواوو په همکارۍ له څه مودې را پدېخوا په غزني ولايت کې د طالبانو د استوګنې پر سيمو او پټنځيو عمليات زيات کړي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته