کابل / د غوايي ۱۹ مه / باختر
په بلخ کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی دی. دغه ځوان له ننګرهاره تښتول شوی و او نن په مزار شریف کې امنیتي ځواکونو د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د بلخ د امنیت آمر قاري عبدالحى عابد د باختراژانس خبريال ته وويل چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې دیارلس تنه د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد شوي او په تړاو یې ۶۰ تنه نیول شوي دي.
ع