نړۍ

د ترکيې د خلکو ددموکراتيک ګوند دوه تنه مشران او نهه تنه غړي ونيول شول

انقره نړيوالې خبري منابع  باخترد لړم د مياشتې  ١٤ :    
د ترکيې پوليسو د دغه هېواد په پنځو ښارونوکې د عملياتو په ترڅ کې د خلکو د دموکراتيک ګوند دوه تنه مشران صلاح الدين دمير تاش او ميرمن فيګن يوکسک داغ او د دغه ګوند نهه تنه غړي يې ونيول.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :
د ترکيې پارلمان د تېرکال په مې مياشت کې  د دغو استازو سياسي مصوونيت لغوه کړى و.
په دغه ګوند چې په پارلمان کې اوس ٥٩ تنه غړي لري اوپه پارلمان کې دريم ګوند دى؛ له (پي ک  ک)  سره د همکارۍ تور لګول شوى دى.
ويل شوي دي چې د پارلمان دغه غړي د محکمې په غوښتنه له  پي ک  ک سره د همکارۍ د تورونو په باب پوښتنو ته د ځواب په ورکولو نه دى حاضر شوى او دغه غوښتنه يې رد کړې وه، چې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته