سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسرایلو زور معلوم شو؛ اسلامي نړۍ ته لا ډېر کار کول په کار دي

کابل، د وري ۲۷ مه، باختر

تبصره 

اسرایلو څخه وروستي راپورونه، چې د ایران له لوري د شویو بریدونو پټ رازونه په کې افشا شوي، ښيي چې د ایران دغه توغندي د اسرایلو دفاعي سیسټم څخه ورتېر او په ځانګړو اهدافو لګېدلي دي.

اې بي سي شبکې د یو امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې د توغول شویو توغندیو له ډلې ۹ هغه یې د اسرایلو په دوه مهمو هوایي ډګرونو لګېدلي دي.

یو متل دی، وایي اسمان چې څومره غورېږي، هغومره نه ورېږي، نو اسرایل هم همداسې درواخلئ، نه یې اوسپنیز ګونبد (دفاعي سیسټم) د باور وړ دی او نه یې هم ملګري هېوادونه لکه امریکا، ځکه تازه رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا له اسرایلو څخه د ملاتړ په برخه کې په مخامخ ډول د ایران له مقابلې انکار کړی او ویلي یې دي، چې د اسرایلو به یواځې پوځی ملاتړ وکړي.

له دې ښکاري، چې اسرایل د زور او قدرت خلک نه دي، سیمه او په ټوله کې د اسلامي هېوادونو بې اتفاقۍ دغه رژیم ته د سر پورته کولو جرئت ورکړی.

دا منم، چې د اسرایلو اوسپنیز ګنبد او دفاعي سیسټم د ایران له لوري د توغول شویو توغندیو پر وړاندې ګتور و، خو اسلامي نړۍ ته په کې ښکاره پیغام پروت دی او دغه پیاوړی او ګتور پیغام دا دی، چې اسلامي نړۍ باید راویښه شي او بلاخره ټکنالوژي د وخت د اړتیا په توګه ومني او دغه راز په وارداتي وسلو او پوځي مهماتو تکیه کمه کړي، ځکه اسرایل او د اسلام نور دښمنان چې د ایران خپل تولید پیاوړي توغندي او ډرون لوتکې دفع کولی شي د نورو هېوادونو وارداتي او پلاستیکي وسلې(یک بار مصرف) خو بېخي په منډه له منځه وړلی شي، نو پکار ده، چې اسلامي هېوادونه د ټکنالوژي زده کړې، ترلاسه کولو او تولید ته مخه کړي؛ په اتفاق شي او د کفري نړۍ له غلامي څخه ځان وژغوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته