سیاستخبرونه

د اساسي قانون د تصویب اوونۍ په پنجشېر کې ونمانځل شوه

۳۵- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
د هېواد د اساسي قانون د تصويب اوونۍ نن په پنجشېر کې د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د پنجشېر والي انجنير کمال الدين نظامي د هېواد د اساسي قانون د تصویب اوونۍ په اړوند په تفصيل سره خبرې وکړې او ويې ويل چې قانون ګړندی مجوز دى چې د ټولنې د نظم په موخه تطبيقېږي.
هغه زياته کړه: څوک چې په ټولنه کې ژوند کوي، بايد په قانون پوه شي او خپل ځان له قانوني مقررو سره عیار کړي.
د پنجشېر د استيناف څارنوالۍ رييس شمس الله جاوېد وويل چې اساسي قانون ملي وثيقه ده چې خلک د هغه په رڼا کې خپل ژوند پرمخ بيايي.
يوشمېر نورو ګډونوالو هم د هېواد د اساسي قانون د تصویب اوونۍ په اړوند خبرې وکړې او د هېواد اساسي قانون ډېر ښه قانون وباله .
ختم- ش – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته